ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزارت د شهید جنرال قاسم سلیماني او ورسره د ملګرو په ترور کې د لاس لرونکو امریکائی شخصیّتونو لیسټ خپور کړ .
د ایران خارجه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ، په سیمې کې د امریکا د بلاغواړو اوترهه ګرو اقداماتو او د بشری حقوقو له خلاف ورزۍ سره د مقابلې د قانون په اجرا کولو ټينګار کړی او وئیلي ئې دي،د امریکا د وخت د ولسمشرډونالډ ټرمپ ، خارجه وزیر مایک پمپئو، دملی امنیت د وخت سلاکار جان بولټن په څير پرځينو لوړپوړو حکومتي چارواکو پر بندیز سربیره یو شمیر نورکسان هم د شهید سردارسلیماني په ضد دامریکا په ترهه ګرجنایت کې د رول لوبونې په دلیل په دغه لیسټ کې شامل دي.
دغو کسانو ، د ترهه ګر اقدام د اجرا لپاره ، په فیصلې کونې ، پلانونې ، منظمونې،مالی تامین ،ملاتړ او سټراټژۍ برابرونې کې بشپړ ګډون کړی او یا ئې له دغه تورزړي جنایته د ملاتړ له لارې ئې ترهه ګري ، چې د نړیوالې سولې او امنیت په ضد جدي ګواښ دی دود کړې ده .
په دغې اعلامیې کې راغلی دي ، د امریکا حکومت پخپل ترهه ګراقدام سره ، په ښکاره ډول ، له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په حوزې کې د نړیوالو ژمنتیاؤ خلاف ورزي کړې ،د ترهه ګرۍ مالی ملاتړ ئې کړی او د بشري حقوقو دساتنې او خوندي کیدنې او احترام حدود ئې کراس کړي او د نړیوالو سرغړونې جنایتونه ئې ترسره کړي دي .
د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دقدس ځواک دوخت قوماندان او دزړونو سردار جنرال قاسم سلیماني سره دیو شمیر ملګرو، د ۲۰۲۰کال د جنورۍ په دریمه نیټه په داسې حال کې چې د عراق د چارواکو په رسمي بلنې سره ئې دغه هیواد ته سفر کړی ؤ ،د بغداد هوائي ډګر سره نزدې د امریکا دترهه ګر او تیریګر پوځ په هوائي حملې کې شهید کړئ شو